د امریکا متحده ایالات له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د وسلو او تجهیزاتو له احتمالي لېږد څخه خبرې کوي.
په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو په خبره افغان او امریکايي پوځيان اوس مهال له عراق او سوريې څخه افغانستان ته د وسولو او تجهیزاتو لېږد په تړاو خبرې کوي.
یو لوړ پوړی پوځي لنس بنچ په دې اړه وايي:«په دې اړه خبرې روانې دي چې کوم پوځيان له عراق او سوریې ولېږدول شي او دلته څه تېرېږي تراوسه د اې ۱۰ الوتکو په اړه پرېکړه نهده شوې.»
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند وايي هر کله چې امریکايي ځواکونه د دغه هېواد په جګړه کې له پرمختللو الوتکو کار واخلي، کابل به له دې پرېکړې هرکلی وکړي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري زیاته کړه:«هره الوتکه چې زموږ د ځواکونو لپاره اړتیا وي، هغوی د امریکا متحده ایالات او افغان حکومت به یې چمتو کړي.»
د سوېلي اسیا لپاره د امریکا نوې کړنلارې له اعلانه وروسته امریکايي ځواکونو په افغانستان کې اف۲۲ بي ۵۲ او اف ۱۶ الوتکو څخه کار اخیسی دی.
د امریکا د پوځ پرخبره تېره یوه میاشت کې هلمند ولایت کې د طالبانو د نشهيي توکو ۲۴ لابراتوارونه چې ۸۰ مېلیونه ډالره ارزښت يې درلود له منځه وړي دي.