د امریکا متحده ایالاتونو چارواکو د دوشنبې پرورځ(د چنګاښ۱۸مه) ویلي دي چې ولسمشر، ډونالنډ ترمپ بهر افغانستان ته سرتېرو لیږلو لګښت کچې مالومول په موخه دوه سوداګر ګمارلي دي.
دا چارواکي زیاتوي چې ټرمپ دوه هغه سوداګر د سترتېرو لګښت اندازې مالومولو لپاره ګمارلي چې د دې هېواد دفاع وزارت له پوځي هوکړو یې ګټه پورته کړې ده.
نیورک ټایمز ویلي دي، دا پرېکړه ښیې چې د ټرمپ اداره افغانستان جګړې لپاره د واشنګټن کړنلارې جوړلو باندې بوخته ده.
د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې "ایرک دی پرنس" د بلک واټر خصوصي امنیتي شرکت رئیس دی او "ستیفن ای فینبیرگ" هم بل امریکايي میلیارډر دی چې "دایناکورپ انترنشنل" شرکت مشر دی، د ټرمپ ادارې لخوا د سلاکارانو په توګه ګمارل شوي دي.