Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان روان کال کې ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله نن( دوشنبې د سلواغې ۱۱مه)د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل، افغانستان به په راتلونکی هجری لمریز کال کې د سلګونه بې ځایه شویو کورنیو او له ګاونډویو هېوادنو څخه د کډوالو د بېرته راستنیدو له امله د نړیوالو مرستو ته اړشي.

عبدالله زیاته کړه:«د کورنیو بې‎ځایه شویو شمېرو ته په کتو، که څه هم د افغان کډوالو راتګ ښه خبره ده خو ورته چمتووالی اړین دی.»

په همدې حال کې د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي چې په افغانستان کې ورستیو جګړو بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستو رسوَل له ستونزو سره مخ کړي دي.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په افغانستان کې د ناامنیو له امله څه د پاسه ۶۰۰ زره کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوې دي، د یاد بنسټ شمېرې ښیې چې یاد کال کې ۱۰۰۰۲۸ کورنۍ بې ځایه شوي، ۵۹۷۵۸ له بهر څخه راستنې شوي او یوازې ۸۱۷۰۵ کورنۍ هم له مرستو برخمنې شوې دي.

د طبیعي پيښو په وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې په دې کال کې په کندز، فراه، ارزګان، هلمند، ننګرهار، فاریاب، غزني، سرپل، پکتیا، بغلان او بادغیس ولایتونو کې ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې دي. 

افغان حکومت اوس د کورنیو بې ځایه شویو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنو شویو کډوالو د ستونزو د هواري لپاره له نړیوالو مرستندویه ادارو څخه د ۵۵۰ میلیون ډالري مرستې غوښتنه کړې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم په ۲۰۱۶ میلادي کال کې کابو ۲۲ زره اړمنو کورنیو ته مرستې رسولې دي.

د سره صلیب نړیالې کمېټې ویاند، رامین ایاض څرګندوي:«۲۰۱۶ کال د افغانستان خلکو او مرسته کوونکو بنسټونو ته ښه کال نه وو، د سره صلیب نړیوالې کمېټې که څه هم په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان خلکو ترڅنګ پاتې شو. خو د جګړې لوري باید چې مرسته کوونکو بنسټونو ته درناوی وکړی تر څو مرستې ورسیږي.»

د طبیعي پيښو په وړاندې د چمتووالي په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې په روان هجري لمریز کال کې د جګړې او ناامنۍ له امله په هېواد کې ۲۹۶ ښوونځي، ۴۷ روغتیايي مرکزونه ، ۷۲ جوماتونه، ۶۳۹۴ کورونه، ۱۵۰۰ هټۍ، ۱۲ دولتي ودانۍ، ۲۱۲کیلومتره سړک او ۳۳څاه ګانې وران شوي دي.

په همدې حال کې د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي چې په افغانستان کې ورستیو جګړو بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستو رسوَل له ستونزو سره مخ کړي دي

شریک یي کړئ