Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سولې په بهیر کې د ښځو پر ونډې د ولسمشر غني ټینګار

له ټول افغانستان څخه د یک‎شنبې پر ورځ( د غويي۲۴مه) ښځې د "افغانې مېرمنې د سولې پیغام راوړنکې دي" تر سرلیک لاندې څلورم سمپوزیم کې چې د هېواد لومړۍ مېرمنې یې کوربه‎توب کولو سره راټولې شوې وې تر څو د سولې په بهیر کې ونډه ولري.

په دې مراسمو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي، تدامیچي یاماموتو هم برخه اخیستې وه او د سولې په بهیر کې یې له افغانو ښځو ملاتو اعلان کړ.

یاماموتو وویل:«ملګري ملتونه له افغان میرمنو سره همکاره دي او په سوله کې د ښځو د ګډون څخه ملاتړ کوي.»

ده وړاندې وویل:«دغه درې ورځنی سمپوزیم ستاسو لپاره تر ټولو غوره فرصت دی تر څو خپلې تجربې سره شریکې کړئ، د خپلو لیدلورو په اړه سره خبرې وکړئ او په هغه ستراتیژۍ کار وکړئ، چې څرنګه ښځې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې د رهبرۍ رول ولوبوي.»

د ملګرو ملتونو استازي د نړۍ هغو تجربو ته اشاره وکړه، چې ښیې د یوې دوامداره سولې د راوستو لپاره باید ښځې له پیل څخه د سولې په بهیر کې ګډون ولري.

په همدې حال کې افغان ولسمشر، اشرف غني د دې سمپوزیم پر دوهمه ورځ وویل چې که په هېواد کې جګړه نه وی، نو د هېواد ډېر شمېر نجونې به ډاکټرانې او انجینرانې وې، خو اوس د جګړې قربانیانې دي.

ښاغلي غني زیاته کړه:«افغانستان کې د بې‎سوادو ښځو شمېر د نارینه وو په پرتله درې برابره زیات دی، او لامل یې پر موږ تپل شوې جګړه ده.»

ده زیاته کړه چې ښځې د سولې اصلي مدافعانې دي.

ښاغلي غني همداراز له ښځو غوښتنه وکړه چې خپل نظریات د سولې په اړه له حکومت سره شریک کړي.

همداراز د ملګرو ملتونو بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هیواد د نیمایی وګړو په توګه، د افغان ښځو او نجونو پیاوړتیا ډیره اړینه ده تر څو په سیاسي او ټولنیز ژوند کې دهغوی د فعالې ونډې څخه ډاډ تر لاسه او دافغانستان د بشپړې ځواکمنتیا په تحقق کې مرسته وشي. 

د ملګرو ملتونو د استازولی له دفتر څخه په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښځي او نجونې په کور، ټولنه او هیواد کې بیلابیل رول لري چې د سولې په راوستلوکې مهم ګڼل کیږي.

همداراز زیاته شوې ده:«د افغانستان دولت ژمن دی تر څو د ښځو شتون په دولتي ادارو کې تر ۲۰۲۰ کال پوري ۳۰ سلنه زیات کړی. هیله لرو چې افغان دولت دغه موخه ترلاسه کړي.»

په هېواد کې د ښځو څلورم سمپوزیم جوړیدو سره د سولې په بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار وشو او ولسمشر غني خپل ملاتړ له ښځو اعلان کړ

شریک یي کړئ