د برېټانیا په دفاعي کمیټه کې د وسلهوالو ځواکونو وزیر، مایک پنینګ وایي چې د افغانستان امنیتي حالت له ترینګلتیاو سره مخ دی.
ده زیاته کړې ده چې د افغانستان ناسم امنیتي حالت له امله بریټانیا نه غواړي چې په افغانسان کې خپل سیرتیري کم کړي.
نوموړي چې په افغانستان کې له ایتلافي ځواکونو سره ولیدل زیاته یې کړه چې په دې هېواد کې د بریټانیایي ځواکونو حضور په دې هېواد کې د سولې او ټیکاو لپاره مهمه موضوع ده.
ښاغلي پنینګ وویلي:«موږ د ځواکونو کموالي په موخه کوم پلان نلرو. ښايي اوسنی شمېر لا زیات شي، لکه څنګه چې له موږ څخه غوښتنه شوې ده. زه غواړم چې له کمېټې سره صادق ووسم.»
اوسمهال په افغانستان کې ۱۳ زره بهرني وګړي ځاي پرځای دي او تر ډېره افغان ځواکونو ته د سلا او روزنې دنده پرمخ وړي.