Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د ناټو د مأموریت دوام له فساد سره مبارزې ته مشروط دی

د ناټو غړو هېوادونو د بروکسل په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د افغانستان مأموریت ته به دوام ورکړي او په افغانستان کې د ځواکونو ډېرېدو ته یې شین څراغ وښود.

خو د ناټو سرمنشي له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې له افغانستان سره مرسته کول شرطونه لري.

د ناټو دغه چارواکي وايي چې ناټو افغانستان ته د خپلو مرستو په بدل کې، له افغان حکومت څخه غواړي ترڅو د اعتماد وړ او ځواکمنو بنسټونو په جوړېدو سره اصلاحات رامنځته کړي او له اداري فساد سره په جدي توګه مبارزه وکړي.

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه:«هغه څه چې موږ یې د دې مرستې په وړاندې غواړو دا دي چې افغانستان په بنسټونو کې د اصلاحاتو او پیاوړو بنسټونو جوړلو ته دوام ورکړي اوله فساد سره مبارزه وکړي. له اداري فساد سره مبارزه ډېره مهمه ده، ځکه دا ستونزه افغان امنیتي ځواکونه کمزوري کوي.»

ښاغلی ستولتنبرګ د پرمختګونو خبره هم کوي، خو د هغه په وینا دا پرمختګونه بنسدویه نه دي.

ینس سټولټبنرګ څرګنده کړه:«اوس‎مهال موږ د افغان هوايي ځواک د پراختیا په حال کې یوو او دا ډېره مهمه ده. موږ په دې برخه کې ډېر پرمختګونه لرو، اوس‎مهال ډېرې چورلکې او الوتکې لرو او ځانګړو ځواکونو ته مو روزنه ورکړې ده همداراز موږ له فساد سره د مبارزې په برخه کې ښه تګلاره لرو.»

دا په داسې حال کې ده چې ناټو هڅه کوي ترڅو خپل فعالیتونه د روزنې په برخه کې پراخ کړي او مشران وروزي.له بلخوا ملي دفاع وزارت هم ټینګار کوي چې په دغه وزارت کې د اداري فساد لپاره بدلونونه پيل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش زیاته کړه:«د مسلکي او ماهرو مدیرانو د ګمارنې لپاره زموږ هڅې روانې دي او له فساد سره د مبارزې په برخه کې هم ښې لاسته راوړنې لرو.»

له دې سره په ورته وخت کې حکومت دا مني چې تر اوسه هم په افغانستان کې د فساد لمنه پراخه ده.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په ډاګه کړه:«موږ هم منو چې د افغانستان په سیستم کې فساد شتون لري، خو له فساد سره د مبارزې ژمنه هم شتون لري.»

د ناټو د سرمنشي په باور، د افغان امنیتي ځواکونو مشرتابه او قومنداني بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري، د هغه په باور دا ځواکونه به د ناټو له حضوره پرته له ترهګرۍ سره په مبارزه کې کمزورې کړنه ولري.

د ناټو سرمنشي، ینس سټولټنبرګ له طلوع‎نبوز سره په مرکه کې وايي چې په افغانستان کې اداري فساد د دغه هېواد ځواکونه کمزوري کوي او همدارنګه د ناټو د تړونوالو سیاسي ملاتړ به هم اغېزمن کړي.

شریک یي کړئ