ولسمشر غني هوکړه کړې تر څو وروسته له دې په افغانستان کې د افغانـترک ښوونځي په مستقیم ډول د ترکیې دولت څار لاندې فعالیت وکړي.
اوسمهال د نجونو په ګډون کابو اته زره زدهکوونکي د افغانـترک په لیسو کې پر زدهکړو بوخت دي.
د دې هوکړې سره ۱۵۰ ترکیې مذهبي مشر، فتیحالله ګولن پلوي زدهکوونکي چې په تبعید کې دي، له افغانستان څخه ویستل شي.
دا ښوونځې د هېواد په کابل، بلخ، هرات، کندهار، ننګرهار او په شبرغان ښار کې فعالیت لري.
لومړۍ افغانستان د افغانـترک ښوونځيو تړلو سره مخالفت وښود، خو په وروستیو کې د افغانستان حکومت ونه توانید چې د ترکیې فشارونو پر وړاندې ودریږي.
که څه هم چې ټاکل شوې ده دا ښوونځي به په افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي، خو دا فعالیت به د ترکیې حکومت تر مستقیم څار لاندې وي.