د بلجیم حکومت وايي چې د اروپايي ټولنې د غړي په توګه د افغانستان له حکومت سره د دې ټولنې هوکړې له مخې به غیر قانوني افغان کډوالو ته چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ځي د تلو زمنیه برابره او یا هم د دوی د ویستو چاره پلې کړي.
د کډوالو په چارو کې د بلجیم د دولت وزیر، تئو فرانکن وايي چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې کابو ۲۷۰۰ افغانانو په دې هېواد کې د اوسېدو غوښتنه کړې چې د ډېرو غوښتنه هم رد شوې ده.
د نوموړي په وینا، هغه افغانان چې له قانون سرغړونه وکړي، وبه نیول شوي او خپل هېواد ته به ستانه کړی شي.
په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې بلجیم کې ۵۳۰ تنه افغانان نیولي دي او دې هېواد څخه یې ویستي دي چې دا شمېر د تېر ۲۰۱۵ زیږدیز کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيې.
ښاغلی فرانکن زیاتوی دې کال کې ۵۳۱ تنه کډواله په خپله خوښه له بلجیم څخه وتلي دي او یا هم ویستل شوي دي.
له بلجیم هېواد څخه د کډوالو ویستلو او یا هم په خپلو خوښه د وتو شمېر په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د هغې مخکې کال په پرتله ۲۰۳ تنه دی چې دا درې برابره زیاتوالی ښیې.