Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان ملي پوځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پوځي تمرینات ترسره کړل

د افغان ملي پوځ نن شنبې (د زمري په ۲۶مه) د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پوځي تمرینات ترسره کړل.

دغو ځواکونو له چورلکو، ټانګونو، زغروالو وسایطو او درنو وسلو کار واخیست او خپل هوايي او ځمکنی ځواک یې نندارې ته وړاندې کړ.

د افغانستان د ملي پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا د دغو پوځي تمریناتو د لیدو پر مهال د ملي پوځ ځواکونو ته حکم وکړ چې د هېواد پر خاوره هر ډول یرغل ته ځواب ورکړي:«دا ځل تطبیقات دي د دې لپاره چې موږ پوه شو زموږ ستونزې په کوم ځای کې دي... موږ د دغه هېواد د دفاع لپاره خپل ځواکمن ټکي لا پیاوړي کوو.»

دغه پوځي تمرینات له هغې څو اوونۍ وروسته ترسره کېږي چې افغان حکومت د کندهار پر سپين بولدک د پاکستاني پوځیانو د توغندويي بریدونو له امله د ۱۰۰ تنو له وژل او ژوبلېدو خبر ورکړی و.

د ملي پوځ هغو ځواکونو چې په دغو تمریناتو کې یې ګډون کړی وو، ګواښ کوي چې هغوی چمتو دي د بهرني یرغل په وړاندې له خپلې خاورې دفاع وکړي.

د افغانستان د سرحدي ځواکونو د څلورم کنډک قومندان شریف الله وايي:«سل ځله مو د بریدونو ځواب ورکړی او سل ځله نور هم ماته ورکوو.»

د ملي پوځ سرتېری شاهین وویل:«زه ۲۴ ساعته چمتو یم چې له خپلې خاورې دفاع وکړم.»

د سپین بولدک یو ستر شمېر اوسېدونکي هم د دغو پوځي تمریناتو د لیدو او د هېواد د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په پار د دغو تمریناتو د ترسراوي ځای ته راغلي دي.

د سپین بولدک اوسېدونکی نقیب الله وايي:«موږ امنیتي ځواکونو ته ډاډ ورکوو چې د هغوی ترڅنګ ولاړ یوو.»

د سپين بولدک بل اوسېدونکی محمد داوود هم څرګندوي:«شکر دی چې نن اردو لرو، هوايي ځواکونه لرو، ځمکني ځواکونه لرو.»

تېره ورځ هم د ملي پوځ ځواکونو د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته نږدې دا ډول پوځي تمرینات ترسره کړل.

د ګوشتې ولسوالۍ په ځلونو د پاکستاني پوځیانو د توغندويي بریدونو شاهده وه.

شریک یي کړئ