Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکايي پوځيانو افغانستان کې تېره میاشت کې ۷۵۱ بمونه کارولي

په افغانستان کې امریکايي پوځیانو یوازې تېره میاشت کې څه باندې اوه سوه او پنځوس بمونه د وسله‎والو پر وړاندې پوځي عملیاتو کې کارولي دي.

د امریکامتحده ایالاتونو د مرکزي قومندانۍ د شمېرو له مخې امریکایي ځواکونو  د روان زیږدیز کال په سپټامبر میاشت کې اوه سوه او یو پنځوس بمونه د هوا له لارې پر وسله‎والو مخالفینو غورځولي دي.

په تېره میاشت کې د دې ځواکونو لخوا کارول شویو بمونو شمېر د تېرې د اکسټ میاشتې په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې د امریکا لخوا په یوه میاشت کې تر ټولو ۵۸۹ بمونه ښودل شوی وو.

امریکا متحده ایالاتونو د افغانستان او سویلي آسیا په اړه د خپلې تازه کړنلارې تر اعلان وروسته په هېواد کې د وسله ‎والو پر وړاندې د لا ډېرو بریدونو اعلان هم وکړ.

د امریکا متحده ایالاتونو د قومندانۍ د راپور له مخې، افغانستان کې بهرنیو ځواکونو یوازې په تېره زیږدیزه میاشت کې ۷۵۱ بمونه کارولي چې دا د تېر په څېر ۵۰ سلنه زیاتوالی ښیې

شریک یي کړئ