Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا افغانستان ته ۱۵۰۰ سرتیري رالیږي

د امریکا متحده ایالاتونو پوځ اعلان کړی دی چې افغانستان ته به د روان زیږدیز کال وروستیو پورې۱۵۰۰ امریکایي سرتېري راوليږي.

د امریکا د پوځ په خبره دې سرتېرو ته ښې روزنې ورکړل شوي او لوړ مهارتونه لري.

امریکایي سرتېري په افغانستان کې دوه برخو کې دنده ترسره کوي، یوه هغه ډله ده چې د ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنې ورکوي او بله ډله بیا د القاعدې، داعش او نورو ترهګرو ډلو پروړاندې عملیات کوي.

مخکې له دې هم د ناټو چارواکو ویلي وه چې په فراه ولایت کې به د افغان ځواکونو ملاتړ په موخه فراه کې د ناټو ۲۰۰ سرتېري ځای پر ځای شي.

دې چارواکو زیاته کړې وه چې دا سرتېري به ایټالیایي وي.

ناټو په داسې حال کې په فراه ولایت کې د سرتېرو له ځای پر ځای کېدو خبر ورکړ چې په دې وروستیو کې امریکايي ځواکونو هلمند کې له ۳۰۰ سرتېرو له ځای پر ځای کېدو خبر ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې پای‎ته ورساوه.
 
امریکا افغانستان ته ۱۵۰۰ سرتیري رالیږي

مخکې له دې هم د ناټو چارواکو ویلي وه چې په فراه ولایت کې به د افغان ځواکونو ملاتړ په موخه فراه کې د ناټو ۲۰۰ سرتېري ځای پر ځای شي

شریک یي کړئ