Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا روان مالي کال ترپایه افغانستان ته څلور بلک‎هاک چورلکې ورکو

ددې وزارت مالی او تخنکي مرسیتال وایي، غلام سخي احمدزي دوشنبې( د غويي۲۵مه) کابل کې یوې خبرې ناسته کې وویل چې د امریکا متحده ایالاتونه به له افغان امنتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:«موږ دې باور ته رسېدلي یوو چې که له فساد سره مبارزه ونکړو، نو ښايې مرسته کوونکي هېوادونه په هروخت کې خپلې مرستې پرې کړي.»

د ملي دفاع وزارت د دغه چارواکي په وینا د نوموړي وزارت د مالي، لوژستیک، تامیناتو، اداري او حقوقي برخو ۱۵۰۰ کارکونکي چې څه دپاسه درې کاله یې په دغو برخو کې کار کړی بدل کړي او همداراز د نوموړي وزارت د ۲۷۷ کارکونکو د اختلاس دوسیې په محکمو کې تر څیړنو لاندې دي.

دی همداراز زیاتوی چې واشنګټن اته بلک هاګ یا تور باز چورلکې د روان مالي کال تر پایه افغان هوايي ځواک ته سپاري.

ښاغلي همدزي وړاندې وویل:«په مشخص ډول ژمنه شوې ده چې څلو الوتکې به د روان مالي کال تر پایه پورې د افغانستان اردو ته وسپارل شي او دا بهیر به د ۲۰۲۲ کال تر پایه دوام ولري؛ دا مرستې به پړاونو کې ترسره شي.»

د ملي دفاع وزارت مالي او مسلکي مرستیال په خبري ناسته کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه د امریکا پر ژمنې ټینګار کوي، خو وايي که افغان دولت له فساد سره مبارزه ونکړي نړیواله ټولنه به د هیواد له امنیتي او دفاعي ادارو سره خپلې مرستې بندې کړي.

خو سره له دې پخواني پوځیان په ملي دفاع وزارت کې د سرتېرو پر نه مسلکي والي نیوکې لري.

محسن مختیار په دې اړه وايي:«داسې کسان په اردو کې ګمارل کېږي چې ډېرو یې یوه ورځ هم مسلکي زده‎کړې نه دي کړي، او د جګړې ډګر یې نه دی لیدلی.»

له بلې خوا د ملي دفاع وزارت ویاند په تیرو دوو میاشتو کې د دولت د مخالفو وسله والو د ۷۱ سرګروپانو او د داعش د څو قوماندانانو او همداراز دوه زره طالب وسله والو د وژل کیدو خبر ورکوي او وايي ډیری دغه طالب او داعش قوماندانان په ۹۳ شپنیو عملیاتو کې وژل شوي دي. 

د ملي دفاع وزارت وايي چې امریکا متحده ایالاتونو افغانستان ته د څلورو چورلکو د ورکړې ژمنه کړې ده، او دا مرستې به تر ۲۰۲۲ زیږدیز کاله دوام وکړي

شریک یي کړئ