د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنهيي وايي، داعش ډله امریکا رامنځته کړي او اوس غواړي د دې ډلې وسلهوال له عراق او سوریې څخه افغانستان ته ولېږدوي.
علي خامنهيي وايي چې په وروستیو څو اوونیو کې افغانستان کې داعش ډلې خونړي بریدونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د ایران په لوېدیځ کې هم د داعش ډلې او د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي وايي امریکا د خپلې ګټې لپاره داعش جنګیالي له عراق او سوریې افغانستان ته لېږدوي.
د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي په ډاګه کړه:«هغو لاسونو چې داعش یې رامنځته کړي، څه په عراق او څه په سوریه کې او د داعش په وسیله یې جنایات ترسره کړي، له هغه د اوزارو په توګه کار اخلي پر خلکو د ستر ظلم لپاره، هغوی داعش دلته یعنې افغانستان ته لېږدوي.»
د ایران مذهبي مشر ادعا کوي افغانستان ته د داعش جنګیالیو له لېږدولو د امریکا موخه په سیمه کې د دغه هېواد د فعالیت توجیه کول دي.
هغه څرګنده کړه:«د هغوی لپاره توپیر نهلري، ځکه چې د امریکا لپاره فرق نهکوي. هغه څه چې په دغې سیمه کې د امریکا د سیاست لپاره لومړی درجه ده، دا ده چې دا سیمه د ارامښت مخ ونه ویني.»
د ایران او امریکا ترمنځ له ډېرو کلونو راهیسې اړیکې ترینګلې دي، واشنګټن تهران په نړۍ کې له ترهګرۍ لوی ملاتړی بولي.
ایران له دې مخکې هم له طالبانو په ملاتړ تورن شوی دی.