د ایران حکومت په بېساري ګام کې اعلان کوي چې دې هېواد د د اسلامي یووالي کنفرانس ته یې د طالبانو استازي دې هېواد ته وربللي دي.
د ایران د اسلامي مذاهبو د نېږدېوالي د ټولنې مشر، محسن اراکي مني چې هېواد یې د طالبانو منځلارې څېړې دې هېواد ته د اسلامي یووالي دوه ورځنۍ ناستې ته وربللي دي.
دا ناسته به نن پنجشنبې( د لیندۍ ۲۵مه) او سبا په اېران کې دوام وکړي.
په همدې حال کې ده چې درې ورځې مخکې په کابل کې د ایران سفیر، محمدرضا بهرامي د ایران او طالبانو ترمنځ له خبرو اترو پرده پورته کړه.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې تل د افغانستان په چارو کې د ګاونډیو هېوادونو له لاسوهنو نیوکې کېږي.