Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغان چارواکو سره د سلامشورې لپاره کابل ته د باجوه راتګ

کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باوجوه د سفر له اعلان سره په ورته وخت کې، د هېواد ملي دفاع وزارت وايي چې افغان حکومت یوځل بیا له پاکستان څخه وغوښتل ترڅو د دغه هېواد په خاوره کې د ترهګرو امن‎ پټن‎ځایونه له منځه یوسي.

په افغانستان کې د امنیتي ستونزو پروړاندې خبرې او د  سولې خبرو اترو ته د وسله والو طالبانو راوستل کابل ته د پاکستان د دغه لوړ پوړي چارواکي د سفر موخه بلل کېږي.

خو د کابل پيغامونه هم دغه پاکستاني چارواکي ته چمتو شوي دي؟

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه څرګنده کړه:«موږ دا ځل له پاکستان څخه غواړو چې ریښتیني وي له هغې څخه پرته دا سفر به کومه پایله ونه‎لري.»

خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر د واشنګټن تازه تګلاره د افغانستان پر وړاندې سرغړونه بولي، دی د کابل او واشنګټن څخه غواړي چې د پاکستان په وړاندې کړنلاره دې بدله کړي.

د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان په دې اړه وویل:« د پاکستان حکومت او پوځ د افغانستان پر طالبانو واک لري نو ځکه هغوی باید له پاکستان څخه غوښتنه وکړي چې د سولې مخامخ خبرو ته د وسله‎والو طالبانو په راوستو کې ښه رول ولري.»

په همدې حال کې له ترهګرو څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه له کابل سره شته سندونه له حکومته د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له وړاندیزونو دي چې باید د پاکستان لوی درستیز ته وړاندې شي.

د ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز هم وايي:«په دغه سفر کې باید له پاکستان څخه وغوښتل شي چې د افغان طالبان مشران افغان حکومت ته وسپاري او د ترهګرو ځالې له‎منځه یوسو.»

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون مرستیال عبدالحی اخندزاده هم څرګندوي:«افغان حکومت هغه ټول سندونه چې په واک کې لري باید پاکستان ته یې وښيي او ووايي چې د هغوی دغه کار نور د منلو وړ نه دی.»

دغه راز، تمه کېږي چې شاوخوا ۲۰ ورځې وروسته روسیه به د اړیکې نړیوالې ډلې د غونډې کوربه توب وکړي.

په هغه غونډه کې به د افغانستان د حالاتو په اړه شاوخوا ۵۰ هېوادونه سلا مشورې وکړي. خو له دې مخکې دغې غونډې د افغانستان لپاره په زړه پورې پایلې نه لرلې.‎

پر پاکستان د نړیوالو فشارونو  له زیاتوالي سره، د پاکستان لوی درستیز قمرجاوېد باجوه پنځه ورځې وروسته کابل ته راځي.

شریک یي کړئ