ټاکل شوې ده چې نن(سېشنبې د سلواغې ۲۴مه) کابل کې د ناټو، افغانستان او منځۍ اسیا د هېوادونو د استازو ګډه غونډه د له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه جوړه شي.
په همدې موخه د پاکستان لوی درستیز، جنرال قمر باجوه هم کابل ته رارسېدلی.
پهدې ناسته کې به د منځني ختیځ، ناټو او افغان پوځي مشران د نظامي همکاریو او له تروریزم سره د مبارزې پر څرنګوالي خبرې وشي.
د دغې ناستې په درشل کې د ازبکستان او قزاقستان پوځي مشرانو په ارګ کې له ولسمشر غني سره هم د پوځي همکاریو په زیاتولو خبرې کړي.
د منځنۍ اسیا هېوادونو په دې وروستیو کې له کابل سره د پوځي همکاریو، د تروریزم او مخدره توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره په خورا لېوالتیا مټې رابډوهلي.
په دې ډله کې ازبکستان او تاجکستان د افغانستان په شمال کې د ترهګرو له فعالیته خپله اندېښنه هم ښودلې.
خو ناټو بیا وايي، په شمال کې یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کې یې د طالبانو، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو کار پيل کړی دی.