Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بدخشان کې د امنیه قومندان نشتوالي باندې نېوکې

د بدخشان ولایتي شورا او یو شمېر مدني فعالین وایي چې په دغې ولایت کې د امنیه قومندان نشتون د عملیاتو د پڅوالی او د دولتي ځواکونو ترمنځ د همږغي د نشتون لامل شوي دی.

د بدخشان د مدني ټولنې او ولایتي شورا غړي پر مرکزي حکومت په نیوکې سره وايي په دې ولایت کې د ناامنیو د پراختیا اصلي لامل د پولیسو د سالم مدیریت نشتوالی دی.

د ولایتي شورا رئیس، عبدالله ناجي نظري څرګندوي:«په بدخشان کې ا منیه قومندان نشته، همغږي نشته په د پولیس ترمنځ، سرپرست د جګړې مدیریت وکړي او که خپل ورځني کارونه وکړي.»

همداراز د مدني ټولنې فعال، سیف الدین سایس زیاتوي:«د پولیسو قومندان نشتوالي ډېرې ستونزې رامنځه کړې دي، په قومندانۍ کې ستونزې شته، د سالم مدیریت نشتوالي ستونزې زیاتې کړې دي.»

د امنیه قوماندان نشتوالي نه یوازې د جګړې د لومړیو لیکو په امنیتي ځواکونو کې ستونزې رامنځته کړې بلکې د خلکو ورځني کارونه هم له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

دغه کسان له بیلابیلو ولسوالیو مرکز ته ورغلي او د بدخشان په امنیه قوماندانۍ کې له ستونزو سرټکوي.

یو تن مراجعه‎کوونکی، حجت الله وايي:«له اتو بجو راغلی یم او اوس دولس بجې دي کار مې ن دی شوی، اوس وايي چې د ډوډۍ وخت دی، نه پوهېږم چېرې ولاړ شم.؟»

همداراز فدامحمد زیاتوي:«له سهار څخه تر اوسه په تمه یم خو څوک نشته چې یو لاسلیک وکړي او سرتېري مو نه پرېږدي چې د ننه ولاړ شو.»

له بلې خوا د بدخشان والي او د امنیه قوماندانۍ سرپرست دا مني چې په دغه راز جنګي وضعیت کې د امنیه قوماندان نشتوالي ستونزې ډیرې کړې دي.

د بدخشان والي، احمدفیصل بیګزاد څرګندوي:«ستونزې رامنځته شوې دي او موږ له دولت په ځانګې توګه له کورنیو چارو وزارت څخه غوښتنه کوم چې تکړه جنرال بدخشان ته معرفي کړی.»

همداراز د امنیه قومندانۍ سرپرست، محمد نبي بیان زیاتوي:«له شکه پرته چې د امنیه قومندان نشتوالی موږ ته هم ستونزمن دی، که دوه تنه ووسي نو له یوه څخه غوره د ه، موږ د امنیه قومندان راتګ په تمه یوو.»

د بدخشان امنیه قوماندان درې میاشتې مخکې د ولایتي شورا د غړو د پرلپسې غوښتنو له امله د حکومت لخوا له دندې ګوښه شو، ددې ترڅنګ په بدخشان کې د ملي اردو پلې لوا له کابو دوو میاشتو راهیسې د سرپرست لخوا اداره کیږي خو درې اونۍ مخکې نوي قوماندان خپل کار پیل کړ.

په بدخشان کې د امنیه قومندان نشتوالي د ولایتي شورا اندېښنې راپورته کړې او خلک هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي

شریک یي کړئ