تاجکستان له افغانستان سره په پولو کې د ناامنیو د زیاتوالي له امله له ۶ میاشتو راهیسې د افغانستان د بدخشان او د تاجکستان د بدخشان ګډ بازار تړلی دی.
د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي چې په اوسني وخت کې د دغه ولایت په لیرې پرتو سیمو کې د توکو په تېره بیا خوراکي موادو بیه څو برابره لوړه شوې ځکه دوی د سختو لارو له امله له فیض آباد څخه د اړتیا وړ توکي نهشي لېږدولای.
د بدخشان د واخان اوسېدونکی طلبالدین قادري وویل:«ګډو پلونو واقعاً د خلکو په ژوند کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې وې، خو له بده مرغه له شپږو میاشتو راهیسې دغه پل د تاجیکستان له خوا تړل شوی دی.»
د بدخشان د درواز اوسېدونکی خوش قدم زیاته کړه:«د بدخشان سرحدي ولسوالۍ تل له ستونزو سره مخامخ دي،یوازینۍ ټاکنه هم د دغه پله موجودیت وه چې خلکو په اسانتیا سره خپلې ستونزې حل کولې، کهچېرې افغان دولت دا ستونزه حل نهکړي، زموږ خلک به له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شي.»
د بدخشان د ولایتي شورا ځینې غړي خبرداری ورکوي که مرکزي حکومت د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د ګډ بازار د پرانیستلو لپاره خبرې ونهکړي ښايي چې د نهو سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي به د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ شي.
د بدخشان د ولایتي شورا غړی سردار سروري په دې اړه وايي:«شپږ میاشتې کېږي چې ګډ بازارونه تړل شوي؛خلک له ستونزو سره مخ دي. د وردج ولسوالۍ لاره چې د دغې کلیو نښلوونکې لاره ده، د طالبانو په لاس کې ده، د اغرده لاره هم یوه میاشت وروسته تړل کېږي،که دولت هم پاملرنه ونه کړي ډېرې ستونزې به رامنځته شي.»
له بلخوا د بدخشان والي وايي چې د دغه بازار د پرانیستلو لپاره د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ خبرې روانې دي.
د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد څرګنده کړه:«واقعاً چې ډېرې ستونزې یې رامنځته کړې دي، خو موږ له تاجیکستان سره خبرې اترې پیل کړي دی؛ډېر ژر به حل شي.»
د بدخشان ولایت له تاجیکستان سره کابو ۷۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري او آمو سیند د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې په توګه پېژندل شوی دی. له همدې امله اغاخان بنسټ په تېره یوه لسیزه کې په څو سیمو کې پر امو سیند شپږ پلونه جوړ کړي ترڅو د پولو د دواړو لوریو اوسېدونکي په اسانه تګ راتګ وکړي.