نن هم د تخار ولايت په مرکز تالقانو ښارکې د بي بي مريمې د انجونو په ليسه کې څه د پاسه پنځوس تنه انجونې مسمومې شوي.
د تخار ولايت د عامې روغتيا ريس دغه پيښه مني خو وايي چې تر اوسه پورې روښانه نده چې دغه انجونې په زهرجنو موادو مسمومې شوي او يا دغه حالت د هغوی د رواني حالت څخه دی.
اخوا د پوهنې وزارت د دغو انجونو مسموميدل د ککړې هوا له امله ګڼي.
په تخار ولايت کې په روان کال کې دوه ځله د ښوونځيو ښځينه زده کونکې مسمومې شوې دي.
د رپوټونو له مخې د يکشنبې په ورځ کابو نوي نجونې مسمومې شوې خو ځايي چارواکي د ۵۶ زده کونکو مسموميدل تاييدوي او وايي چيغې وهل او بې هوشي د دې مسموميت نښنې دي.
له بلې خوا د پوهنې وزارت په دې پيښه کې د دولت د مخالفو وسله والو يا نورو ډلو لاس لرل ردوي او دا مسموميت د هوا د ککړتيا او د زده کونکو د رواني وضعيت له امله ګڼي.
د ښوونې د وزارت ویاند، امان الله ایمان وویل :«تحقیقات ښیې چې په دغه کار کې مخالفینو لاس نه درلود او د دغې پېښې لامل د هوا ککړتیا او د زده کوونکو رواني حال وه.»
په ورته وخت کې د روغتیا د وزارت ویاند، کنشکا بکتاش ترکستاني وایي:«مونږ ته داسې رپوټونه رارسیدلي چې ښودلې یې ده چې په زده کوونکو کې داسې حالات لیدل شوي چې دوی مسموم شوي و.»
د دغو نجونو کورنۍ د زده کونکو د مسموميت دوام ډير خطرناک ګڼي او خبرداری ورکوي که د نجونو د مسموميت مخه ونه نيول شي دوی به ښوونځيو ته د خپلو لوڼو د تلو مخه ونيسي.
تيره پنجشنبه هم د همدې ولايت د بي بي هاجرې په ليسه کې شل تنه زده کونکې مسمومې شوې وې.
همداراز تير کال څه د پاسه ۸۰۰ نجونې د تخار ولايت په دريو ښوونځيو کې مسمومې شوې وې.
که څه هم د دغو پيښو په تړاو يو شمير کسان نيول شوي و خو تراوسه کومه ځانګړې ډله د نجونو د مسموميت په تړاو نه ده تورنه شوې.
په دې اړه مو اندونه