Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترهګرو د سرپل د میرزاولنګ سیمې ۲۳۵ تنه اوسېدونکي ازاد کړي

د سرپل چارواکي وایي،ترهګرو هغه ۲۳۵ کسان ازاد کړل چې د میرزاولنګ په دره کې ایسار وو.

د سرپل والي، محمدظاهر وحدت وایي، دا کسان د قومي مشرانو او د ولایت د مشرتابه په هڅو؛ د ترهګرو له منګلو ازاد شول.

محمد ظاهر وحدت امریکا غږ ته ویلي، ازاد شوي کسان اوس د سرپل په مرکز کې دي او لا نه ده روښانه چې په څه شمېر کې کسان لا هم ترهګرو سره دي.

په ورته وخت کې سیمه وال وایي، اوس هم شاوخوا ۱۰۰ تنه ترهګرو سره دي.

په همدې حال کې د سرپل والي ویاند ذبیح الله اماني وايي کمانډو ځواکونو د هوا او ځمکې له لارې د سرپل مرکز ته ورغلي او ډېر ژر د میرزا اولنګ دره به له ترهګرو ډلو پاک شي 

له دې سره چې ځایي چارواکي دا د طالبانو او داعش ډلې کار بولي، خو طالبانو د ولسي وګړو په وژنه کې ښکېلتیا رد کړې ده.

هغه کسان چې د ترهګرو ډلو له منګلو ازاد شوي دي ډېر زړه بوږنونکي د سترګو لیدلی حال بیانوي.

دوی وایي ترهګرو ښځې او ماشومان پر ډزو ویشتل.

محمد ظاهر وحدت امریکا غږ ته ویلي، ازاد شوي کسان اوس د سرپل په مرکز کې دي او لا نه ده روښانه چې په څه شمېر کې کسان لا هم ترهګرو سره دي

شریک یي کړئ