د ملي امنیت شورا مرستیال جنرال جرأت په ننګرهار کې د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې وویل، یو شمېر کسانو ملت تر خپلې ولکې لاندې نیولی او د ملي وحدت حکومت په ملاتړ سره خلک د دغو کسانو خوندي کېدلای شي.
هغه په دې اړه وویل:«له دغه حکومت او نظام څخه زموږ ملاتړ د دې لامل کېږې چې د دغه نظام په واسطه هغه کسان چې د خپلو ګټو لپاره موږ یې یرغمل نیولي یوو، د هغوی لاس باید د ملت له سره پرې شي.»
بلخوا د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل هم د دې ناستې په ترڅ کې پر خلکو غږ کوي چې د ملي یووالي حکومت ملاتړي پاتې شي.
هغه په ډاګه کړه:«هغه لاسونه چې د کورنیو، سیمهییزو او بهرنیو دښمنانو له خوا کرل شوي دي، هغه لهمنځه وړ او په متحدانه توګه یوه افغانستان لپاره کار کوو.»
د دې غونډې د ویناوالو باورونه دا دي هر هغه څوک چې د نظام په خلاف او ناقانونه هڅې کوي باید پر وړاندې یې قانوني چلند وشي.
په جلال اباد ښار کې د دین یو عالم مولوي سردار په دې اړه څرګنده کړه:«د سیمهییزو هېوادونو هڅې دا دي چې زموږ خلک په سمتپالنې، قومپالنې او په سوېل او شمال پالنې ووېشي؛ راځئ چې دا اجازه ورنه کړو او خپل یووالی وساتو.»
تر دې وړاندې په یو شمېر ولایتونو کې بیا د حکومت پر ضد غونډې جوړې شوي او د ملي یووالي حکومت مشران په حکومتوالۍ کې پاتې ښوول شوي.