امریکايي جنرال اسټین سکاټ میلر نن(یکشنبې د وږي۱۱مه)په رسمي توګه افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومنداني د پخواني قومندان، جنرال جان نیکلسن څخه د رسمي مراسمو په ترڅ کې واخیسته.
په همدې موخه کابل چمتو شویو مراسمو کې لوړپوړو افغان چارواکو لکه ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب او د کورنیو چارو وزیر، ویس احمد برمک په ګډون راغلي وو.
۵۷ کلن میلر د امریکا متحده ایالاتونو د یو لړ مهمو عملیاتو سرتېری وه.
نوموړي مخکې له دې د امریکايي ځانګړو ځواکونو د (دلتا فورس) پوځي عملیاتو قومنداني کړې ده.
کارپوهان په دې باور دي چې د کمانډو ځواکونو او همداراز د مالوماتي آژانسونو سره د میلر د څو لسیزو تجربې ته په کتو سره، ښایې په افغانستان کې د نوموړي ګمارنه ګټوره وي.
میلر لومړنۍ جنرال دی چې د ټرمپ ادارې پرمهال د امریکايي ځواکونو او ناټو غوڅ ملاتړ مشري پر غاړه اخلي.