Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جوزجان کې د طالبانو او داعش ترمنځ نښتې

د جوزجان پولیس دوشنبې( د غبرګولي۷مه) وویل چې د دې ولایت په قوش تپه ولسوالۍ کې د داعش ډلې او طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې له دواړو خواوو دوه تنه وژل شوي دي.

د جوزجان د پولیسو قوماندان، جنرال رحمت‎الله ترکستاني زیاتوي په دې جګړه کې د داعش ډلې یو ماین جوړونکی د سلمان په نوم وژل شوی او د دواړو خووا څلور کسان  ټپيان شوي دي.

دی زیاتوي چې د داعش ډلې ‎په وسله‎والو کې پر طاهر یولداش پولې تړلي کسان هم شته.

طاهر یولداش د ازبکستان اوسېدونکی دی.

د جوزجان ولایت قوش تپه او درزاب ولسوالۍ د دې ولایت زیانمنونکې سیمې بلل کیږي.

په اوسني وخت کې د دغو ولسوالیو ځینې برخې د داعشیانو او طالبانو په واک کې دي. د دوشنبې په سهار دغو دوو ډلو د قوش تپې ولسوالۍ په ځینو برخو کې نښتې وکړې.

د جوزجان د پولیسو د مالوماتو له مخې د ښکیلو لوریو نوي جنګیالي سیمې ته رسیدلي، خو ځایي اوسیدونکي وايي په دغو جګړو کې ملکي خلکو ته ډیر زیان رسیږي.

داعشیانو او طالبانو په تیره یوه میاشت کې څو ځله په جوزجان کې نښتې کړې چې له امله یې له دواړو لوریو څخه په لسګونه تنه مړه او ټپيان شوي دي.

جوزجان کې د طالبانو او داعش ترمنځ نښتې

د جوزجان د پولیسو د مالوماتو له مخې د ښکیلو لوریو نوي جنګیالي سیمې ته رسیدلي، خو ځایي اوسیدونکي وايي په دغو جګړو کې ملکي خلکو ته ډیر زیان رسیږي

شریک یي کړئ