Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حزب اسلامي:حکمتیا په راتلونکو نېږدې ورځو کې افغانستان ته راځي

د حزب اسلامي د رسنیزې ډلې مشر وايي چې د ګلبدین حکمتیار د راتلو په وړاندې ټول خنډونه لیرې شوي او د حزب اسلامي د بندیانو د لومړۍ ډلې له خلاصون سره سم به هغه هم په نېږدې راتلونکي کې د هېواد په یوه ځتیځ ولایت کې راڅرګند شي.

اخوا د حزب اسلامي یو له ویاندویانو ټینګار کوي چې تر راتلونکو دوه ورځو به د حزب اسلامي د بندیانو  لومړۍ ډله خوشې شي او له هغه وروسته به ګلبدین حکمتیار د دوشنبې په ورځ ننګرهار او یا هم لغمان ولایت کې راڅرګند شي.

د حزب اسلامي د رسنیزې ډلې مشر قریب الرحمان سعید وویل:«ټول هغه مسایل چې د حزب اسلامي د مشر د حضور لپاره اړین وو،د بشپړېدو په حال کې دي او هرکله چې دغه کارونه بشپړ شي،ګلبدین حکمتیار موږ ته وايي چې څه وخت او چېرته د خلکو په منځ کې به څرګندېږي او وینا به وکړي.»

 له حزب اسلامي سره د سولې هوکړې د اجرايي کمېسیون مسؤولان هم افغانستان ته د ګلبدین حکمتیار راتګ مني.

د له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه لیک د اجرايي کېدو کمېسیون ویاند احمد فرزان وویل:«شونې ده چې په محدودو ورځو کې د حزب اسلامي مشر په یوه ولایت کې څرګند او د چمتووالي لپاره یو کمېسیون کار کوي.»

د مشرانو جرګې غړي ګل احمد اعظیمي څرګنده کړه:«په ځلونو د دغه هوکړه لیک په عملي کېدو کې ځنډ شوی دی،په دغه کار کې ځنډ کولای شي د خلکو د بې اعتمادۍ لامل شي او ډېرې پوښتنې به رامنځته کړي.»

د افغانستان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي کابو اووه میاشتې وړاندې د سولې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

تر اوسه د دغه هوکړه لیک ډېرې برخې نه دي عملي شوي، د دغه حزب وسله وال کسان تر اوسه هم له دولت سره یوځای شوي نه دي.

 تر دې وړاندې حزب اسلامي د خپلو بندیانو خلاصون د یاد ګوند د مشر د راتګ لپاره وار له مخکې شرط بللی وو.

شریک یي کړئ