Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حسن روحاني: په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتون مخالف یو

د ايران نوي ولسمشر پرون له دوه زره څوارلسم ميلادي کال وروسته په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له شتون سره خپل مخالفت اعلان کړ. ښاغلی روحاني وايي چې د افغانستان ستونزې بايد د دغه هيواد د خلکو لخوا هوارې شي او بهرنيان په دغه هيواد کې بايد مداخله ونکړي.

اخوا د بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا ټينګار کوي چې افغانستان به د خپلو ملي ګټو پر بنسټ دغه هوکړه ليک لاسليک کړي. د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د امنیتي هوکړه لیک لاسلیک د ایران او پاکستان ناخوښۍ را پارولي دي.

له همدې امله د ایران ولسمشر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له شتون سره خپل مخالفت په ډاګه کړی دی. اخوا د بهرنیوچارو وزارت ټینګار کوي چې له واشنګټن سره د امنیتي هوکړه لیک لاسلیکدل به د هیڅ ګاونډې هېواد په زیان نه وي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وایي:«افغانستان د سیمې او لرې پرتو هیوادونو سره خپلې اړیکې د خپلو ګټو په بنسټ غواړي او همداراز له نورو هیوادونو سره د امنیت، د ډمکراټیک نظام د پیاوړتیا په بنسټ خپلو اړیکو ته پراختیا ورکوي او په دي برخه افغانستان د نورو هیوادونو مشورو ته اړتیا نلري.»

بلخوا یو شمیر سیاسي ګوندونه د ګاونډیو هېوادونو غبرګونونه د درک وړ یوې انديښنې تر بریده بولي خو پر افغانستان هر ډول فشار لاسوهنه ګڼي. د ملي ایتلاف غړی انجینر محمد عاصم وایي:«هر هیواد خپلواک دی، هر هیواد په ملي، سیمه ایزو او نړیوالو مسلو کې د خپل برخلیک په اړه د پریکړې کولو حق لري.»

له یوه کال راهیسې د امنیتي هوکړه لیک په تړاو د کابل او واشنګټن تر منځ خبرې اترې پېل شوي دي او په دې وروستیو کې دواړه خواوې ددغه هوکړه لیک د ډیری برخو په تړاو هوکړې ته ورسیدل او ټاکل شوې ده چې د راتلونکې میاشتې په جوړیدونکې لویه جرګه کې دغه هوکړه لیک وروستی شي .

د ايران نوي ولسمشر پرون له دوه زره څوارلسم ميلادي کال وروسته په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له ش

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه