د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي ځینې رسنۍ د بهرنیانو په چوپړ کې دي او د ده د ځپلو وسیلې دي.
حکمتیار چې نن (جمعه د لړم په ۱۹ مه) د حزب اسلامي د سترې مرکزي شورا په غونډه کې وویل چې دوه ورځې وړاندې یې په خپلو خبرو کې د افغانستان جګړه قومي نه وه یاده کړې خو رسنیو یې خبرې تحریف کړي.
ښاغلي حکمتیار وویل:«دغه رسنۍ یا د دښمن په لاس کې دي او یا ستاسو د سیالانو په لاس کې دي او دې ته هم وګورئ چې ستاسو سمې خبرې هم ناسمه تعبیروي او په څرګنده تحریف وي.»
خو ښاغلی حکمتیار د چهارشنبې پر ورځ (د لړم په ۱۷ مه) په همدې ځای کې د افغانستان جګړې په اړه داسې ویلي وو:«د افغانستان په هرې برخې کې جګړه دوام لري، دا هماغه پرونۍ جګړه ده، په دغې جګړه کې د غورډېری اوسېدونکي دي، یو ځل له هغوی سره کېنئ او له هغوی وپوښتئ چې هلته جګړه د چا تر منځ ده؟ د دوه قومونو ترمنځ جګړه ده! په تیورې کې جګړه د دولت او مخالفو وسلهوالو ترمنځ نه ده، د دوه قومونو ترمنځ جګړه ده. همدا حالت په کندز، بغلان او په ټول شمال او افغانستان کې دی د جګړې اصلي وضعیت همدا ډول دی.»
حکمتیار وایي سیاسي ډلې د خپلو سیالانو د ځپلو لپاره د دولتي ځواکونو امکاناتو نه استفاده کوي. نوموړی زیاتوي چې دغه کار د دولتي ځواکونو ملي توب له پوښتنې سره مخامخ کړی دی.
ښاغلی حمکتیار وايي:«کهچېرې دغه دولتي زور د یرغلګرو له منګولو څخه واخیستل شي، او زموږ امنیتي ځواکونو په واقعي توګه ملي شي جګړه پای ته رسېږي.»
په داسې حال کې چې عبدالهادي ارغندیوال یو ځل بیا ویلي، د ده په مشرۍ حزب اسلامي د عدلیې وزارت کې ثبت دی او تراوسه په دې اړه د ده او حکمتیار ترمنځ هوکړه نه ده شوې خو ښاغلی حکمتیار د ارغندیوال د نوم له نه یادولو سره داسې غبرګون ښي.
هغه په ډاګه وویل:«حزب متحد دی او متحد به وي!نه پرېږدو چې څوک له حزب څخه بهرشي او په دې باور لرو کهچېرې څوک له حزب څخه بهرېږي له تش لاس سره به ولاړ شي.»
ګلبدین حکمتیار ادعا لري چې د افغانستان شمال ځېنو سیمو کې ځانګړي قومونه په پښتو خبرو کولو له کبله بې ځایه کړی شوي و ځمکې او شتمنۍ یې غصب شوې دي.