Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت د راتلونکو ټاکنو د لګښت د برابرولو په هڅه کې دی

د مالیې وزارت چارواکي وايي چې د راتلونکو ټاکنو د لګښتونو د چمتو کېدو په موخه،له نړیوالۍ ټولنې سره دوامداره غونډې لري او داسې هیلې شته چې مرسته کوونکي هېوادونه د ټاکنو د لګښت ورکړې ته ژمن دي.

د مالیې وزیر اجمل حمید عبدالرحیم‎زی وايي:«د تاکنو د لګښت لپاره د افغان حکومت ونډه، په ملي بودیجه کې مالومه شوې.د پاتې لګښت لپاره،له نړیوالۍ ټولنې سره کار کوو او هغوی هم د افغانستان د ټاکنو د تمویل ژمنه لري.»

خو د ولسي جرګې د ډېرو غړو راتلونکی چې د ټاکنو څرنګوالي پورې تړلی دی  د دغې ستونزې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د ولسي جرګې غړې ناهید فرید څرګنده کړه:«له ټولو مهمه دا ده چې نړیواله ټولنه وویني چې افغان حکومت د رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره څومره هوډ او انګېزه لري.»

په ټاکنو څارونکي بنسټونه هم اندېښنه لري چې د ټاکنو لپاره د بودیجې نشتوالی او یا کموالی به د ټاکنو په روڼتیا اغېزه وکړي.

د افغانستان په ټاکنو د څارونکي بنسټ غړی حبیب الله شینواري وویل:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته زموږ جدي وړادیز همدا وو چې داسې تګلارو ته مخه کړي چې د ټاکنو لګښت کم شي او کم لګښت لرونکي ټاکنې ولرو،په دې اړه موږ په ځلونو له حکومت او ټاکنیزو کمېسیونونو سره خپلې وړاندیز شوې طرحې شریکې کړې دي.»

تر دې وړاندې د طلوع نیوز په یوه راپور کې راغلي وو چې له ۱۳۸۲ کال راهیسې تر ۱۳۹۵کاله د ټاکنو لګښت له یو مېلیاردو ډالرو ډېر شوی دی.

 دا پیسې د نړیوالې ټولنې لخوا د ټاکنیز بهیر له پیله تر پایه، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د وړتیاو په لوړولو، د کارکوونکو په روزنه او د ګودامونو په جوړولو او نورو چارو لګول شوي دي.

شریک یي کړئ