Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت د طبیعي پېښو لپاره بیړنیو مرستو ته چمتو دی

د طبیعي پېښو د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر ویس احمد برمک په ۳۴ ولایتونو کې د بیړنیو مرستو لپاره له چمتووالي خبر ورکوي.

ویس برمک د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وايي هغوی د مرسته کوونکو بنسټونو په همغږي د بیړنیو مرستو لپاره پوره چمتووالی لري.

د طبیعي پېښو د رسېدو په چاره کې د دولت وزیر ویس برمک وايي چې په طبعي پېښو کې زیانمنو سره د مرستې لپاره یو مېلیارد او ۵۰۰ مېلیونه افغانۍ نغدې پيسې په خپل واک لري .

هغه زیاته کړه:«موږ داسې سیستم جوړ کړی چې کابل له نورو ولایتونو سره نښلوي او همدارنګه یو مالوماتي بانک جوړو چې د طبیعي پېښو له رامنځته کېدو وړاندې مالومات ورکوي.»

اخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې حکومت باید په یو شمېر ولایتونو کې د سیلاونو راوتو ته پوره چمتووالی ولري.

د ولسي جرګې غړي میربت خان منګل وايي:«په خوست کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست مسؤولینو لخوا د غنمو وېش ناسم مدیریت له امله ټول غنم له منځه لاړل او چا ورڅخه کټه پورته نه کړه.»

د ولسې جرګې غړې ناهید فرید هم وویل:«تاسو د دې ادارې مسؤولیت په غاړه لری باید د ټولو پروژو کیفیت وڅارئ هغه ادارې چې پروژې بې کیفیته دي باید مسؤولیت یې په غاړه واخلي له دې پروژو څخه د هرات ښار د بند کیفیت سمه نه وه چې پر ښاري سیمو باندې سیلابونه راغلل.»

د ولسي جرګې یو شمېر استازې د طبیعي پېښو په څېړنه کې د دولت له  وزارت څخه غواړي چې په ولایتونو کې د طبعي پېښو زیانمن شوو کورنیو ته پر وخت خپلې مرستې ورسوي.

د ولسي جرګې بلې غړې فریده حمیدي هم وايي:« په نیمروز ولایت کې اوس مهال شدید طوفانونه روان دي او ډېر خلک زیانمن شوي دي باید زیانمنو ته څومره ژر کېدای شي مرستې ورته ورسېږي.»

د طبیعي پېښو ته د رسېدو په چاره کې د دولت وزیر وايي د هېواد په ټولو ولایتونو کې په طبیعي پېښو کې له زیانمن شویو  کورنیو سره پر وخت د مرستې لپاره چمتووالی لري.

شریک یي کړئ