د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنهيي وايي چې افغان کډوال ماشومان باید په ایران کې بې برخې نهشي؛ حتا هغوی چې پېژاند کارت هم نهلري او په ناقانونه توګه په ایران کې ژوند کوي.
ښاغلي خامنهيي د خپل ټوېټر په پاڼه لیکلي دي په ایران کې ښوونځي باید د افغان کډوالو نوم لیکنه وکړي او پر هغوی باید محدودیت وضع نهشي.
هغه لیکلي:«په ایران کې هېڅ افغان ماشوم؛ حتا هغوی چې په ناقانونه توګه په ایران کې ژوند کوي،باید د ښوونې له حقه بې برخې نهشي. ښوونځي باید د هغوی نوملیکنه وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله وړاندې هم د ایران دولت د افغان کډوالو د ماشومانو د پېژندنې لپاره یو لړ پروګرامونه په لاره اچولي وو، خو دغو پروګرامونو د دغو ماشومانو له ستونزو څه کم کړي نه وو.