په افغانستان کې د امريکا متحده ایالاتونو پخواني سفیر له طلوع نیوز سره په ځانګړي مرکه کې وویل چې پاکستان په خپل بهرني سیاست کې د طالبانو او حقاني ډلې نه استفاده کړي ده او په خپله خاوره کې یې ترهګرو ته ځای ور کړی دی.
دغه امریکایې سیاستوال وایې، کابل ته یې د خپل سفر په ترڅ کې په تېر یوه کال کې د حکومت ستونزې او لاسته راوړنې ارزولي دي.
په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد زیاته کړه:"دا ښکاره کوي چې حکومت د خپل کار لپاره یو سم سیستم نلري او هیله ده چې هغه تېروتنه چې په کندز کې رامنځته شوه د جګړې په نورو میدانونو کې را منځته نشي او له دې یې پند اخېستۍ وي چې دا ډول تېر وتنې ونشي."
په افغانستان ک دامريکا پخواني سفیر وویل:"په دې کې خو شک نشته چې طالبان د پاکستان د مرستې او همکارۍ بغیر به دومره فعالیت نه کاو او د افغانستان لپاره به دومره خطرناک نه و. پاکستان د ترهګرو ډلو مرکز او یا پلازمېنه ده؛ څه طالب یاد کړو او که څه هم حقاني. په دې کې شک نشته چې په هغه ناسته کې چې د طالبانو استازي ناست و، د حقاني شبکې غړي هم وي او پاکستاني جنرالان یې همخوا کې ناست و."
خلیل زاد وویل:"د داعش ډلې په برخه کې روښانه څه نشته چې کوم هېواد یې ملاتړ کوي لکه څنګه چې د طالبانو او حقاني ډلې په اړه په ډاډ سره ویلی شو چې پاکستان یې ملاتړ کوي."
نوموړي د اوسني حکومت په چارو کې پر رنښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر بارک اوباما نوي جوړې شوي تګلارې هیلې راټوکولي دي او په دغه هېواد کې د ۱۰ زرو امریکایې سرتېرو پاتې کېدل کولی شي دافغان ځواکونو تجهير او روزنې بهیر ګړندی کړي.
په دې اړه مو اندونه