پاکستاني چارواکي وايي چې نن (سېشنبه د کب۳مه) یو شمېر وسلهوالو او ځانمرګو بریدګرو د خیبرپښتونخوا په چارسده سیمه کې پر یوې محکمې برید کړی دی.
د راپورونو له مخې د دغه برید په پایله کې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
رپوټونه وايي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه درې چاودنې شوې چې دوه یې ځانمرګي چاودنې وې.
پاکستاني رسنۍ وایي چې وسلهوال کسان د محکمې ودانۍ ته ننوتلي وو، خو د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
دغه برید په داسې حال کې ترسره کیږي چې تېر کال د چارسدې په شبقدر سيمه کې د یوه ورته برید په پایله کې ۱۶ تنه ووژل شول او له شلو زیات نور ټپیان شول.
تېره اوونۍ هم په پاکستان کې خونړۍ وه او د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو په پایله کې له ۱۰۰ زیات کسان ووژل شول.