Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلخ برید ۴۰ تنه وژل شوي سرتېري  د بغلان کې وو

 بلخ کې پر۲۰۹ شاهین قول اردو برید کې ۴۰تنه سرتېري د بغلان ولایت وو چې دې ولایت ته نن( یک‎شنبې د غويي۳مه) ولیږدول شول. د

د دې سرتېرو کورنۍ د خپلو زامنو خښولو مراسمو کې د دې پېښې اصلي لامل حکومت بولي او وايي چې باید دې ناخوالو ته ځواب اوايي.

د وژل شوي سرتېري، شمس‎الله ورور عبدالهادي وايي چې ورور یې شپږ میاشتې وړاندې واده کړی وه، او مخکې له وژل کېدو یې په ټلفوني اړیکه کې د ځان او نورو ملګرو لپاره د دعاء غوښتنه کړې وه.

دی زیاتوي:«ورور مې د جمعې پر ورځ دوه بجې ماته زنګ ووهه او راته یې وویل چې ژوند مې تاسو ته بخښلی او راته دعا وکړه، له چا چې پوروړی یم ویې لیکه، ویې ویل چې جومات کې کلابند یوو، اوموږ له دولت څخه خپه یوو چې سرتېرو ته یې پام نه دی کړی او ملت ته یې پام نه دی کړی، هغه فکر کاوه چې شاید وژغورل شو ځکه اردو شمېر زیات وو او ځانمرګې کم وو.»

د شمس‎الله کورنۍ او خپلوان هېواد کې د ناخوالو لامل حکومت بولي.

د شمس‎الله یو تن خپلوان، ملا عبدالرحیم وايي:«د دې مسوؤلینو د کنډک، اردو او لوا قومندان غفلت کړی دی او دوه رنجر راځي او خلک وژني، د عبدالله او غني اولادونه په بهر کې دي نه وژل کېږي.»

د نهرین ولسوالۍ قومي مشران وايي چې ۹ وژل شوي سرتېري د دې ولسوالۍ دي.

قومي مشر، قاضي محمدعمر غفوري څرګندوي:«موږ ۹ تنه شهیدان لرو چې ۸ تنه یې تسلیم شوي دي او یو تن یې نه دی پېژندل شوی او ښايي نور هم وي خو موږ ته نه دي ښکاره شوي.»

په همدې حال کې دیني عالمان وايي چې پر ۲۰۹شاهین قول اردو د برید طرحه‎کوونکي مسلمان نه دي.

دیني عالم، مولوي، عبدالصمد وايي:«هغه کس چې کلیمه وايي نه باید ووژل شي او هغه چې پرلمانځه وي نو بیخي، او دا کار عقل هم نه مني چې داکار مسلمان کړی وي، او دا ښکاره ده چې د ملت دښمنان پر خلکو تحمیل کوي.»

د بلخ ولایت مزارشریف ښار کې ۲۰۹ شاهین قول اردو برید کې کابو ۱۳۵ تنه سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د هېواد له بېلابېلا ولایتونو  دي.

د بلخ ولایت مزارشریف ښار کې ۲۰۹ شاهین قول اردو برید کې کابو ۱۳۵ تنه سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د هېواد له بېلابېلا ولایتونو  دي

شریک یي کړئ