د ننګرهار ولایت سیمهيیزو چارواکو نن(سېشنبې د مرغومې۲۸مه) ویلي دي چې داعش ډلې د یاد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ملکې کسانو ۲۰ نورو کورنو ته هم اور ورته کړی دی.
دا چارواکي زیاتوي چې د داعش ډلې د خلکو کورونو ته د اور اچونې سره خلکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
د کوټ ولسوال، سیدالرحمن وايي چې د داعش ډلې یاد کورونه د یادې ولسوالۍ په خورګۍ سیمه کې سوځولي دي او له نیکهمرغه په کورونو کې څوک نه وو او چا ته په کې ځاني زیان نه دی رسېدلی.
ښاغلی سیدالرحمن وړاندې وايي چې که د کوټ ولسوالۍ امنیت ته پاملرنه ونه شي نو ښايي د داعش فعالیتونه پراخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې درې ورځې مخکې د یادې ولسوالۍ په درېپښۍ سیمه کې۶۵ کورونه سوځولي وو.