Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت: پر طالبانو پوځي فشارونه زیاتېږي

د طالبانو په اړه د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو څخه وروسته د افغانستان د دفاع وزارت وایي پر طالبانو به نظامي فشارونه زیات کړي.

دفاع وزارت خبرداری ورکوي یوازې هغه مخالفې ډلې به له عملیاتو خوندي وي چې د ولسي وګړو په وژنه کې ښکېل نه وي او غواړي سوله وکړي.

په دې لړ کې ملي دفاع وزارت په روان ژمي کې د جګړې د پراختیا او د طالبانو پرخلاف د لازیاتو عملیاتو د ترسره کولو خبره کوي، په داسې حال کې چې طالبانو هم په یوې خبرپاڼه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پرخلاف د خپلو فعالیتونو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي:« که حقاني ډله ده، که طالب او داعش او یا هم په افغانستان کې نور ترهګرې ډلې فعالیت لري، له دې پرته چې له منځه ولاړې شي بله چاره نشته.»

په ورته وخت کې ځيني افغان پوځيان وایي چې د واشنګټن او کابل د دریځونو له بدلون ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د کندز ښار په ختیځ اوه کیلومترۍ کې ځینې پوځيان په داسې حال کې چې هوا هم ډېره سړه ده له طالبانو سره د جګړې لپاره چمتووالی ښيي.

د پولیسو دغه قطعه له اوو میاشتو راهیسې د کندز ښار په لودین کلي کې فعالیت لري.

د پولیسو سرتېری نورمحمد په دې اړه وویل:«د افغانستان جګړه یوه بهرنۍ جګړه ده.»

د پولیسو بل سرتېري قدرت الله هم زیاته کړه:«د افغانستان د دښمانانو په وړاندې جنګېږو.»

که څه هم دغه سرتېري د کمرې په وړاندې د خپل زړه د خبرې له کولو ډډه کوي خو وايي د طالبانو په وړاندې د کابل او واشنګټن له دریځه خوښ دي او دا وضعیت له مخالفو وسله‎والو سره په مبارزه کې د دوی هوډ پياوړی کوي.

د پولیسو افسر عبدالقادر وايي:«شپه ورځ، تودوخه او سړه هر څه د دې لپاره زغمو، چې د خپلې ټولنې او خلکو خدمت وکړو او امنیت یې ټینګ کړو»

په کندز کې د پولیسو یو له قومندانانو څخه حاشر محمد څرګندوي:«د دې وړتیا لرو چې د تور زړي دښمن په وړاندې مبارزه وکړو.»

سږکال د ژمي له رارسېدو سره هم د افغانستان په بېلابېلو برخو کې جګړه نه ده کمه شوې.

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو عملیات ترسره کېږي او طالبانو او داعشیان هم په داسې بریدونو سره چې پېچلي بلل شوي د ښارونو په تېره بیا پلازمېنې په ځینو برخو کې بریدونه وکړل.

شریک یي کړئ