Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دهرات امنيتي طرحې عملي کېدل؛ ناپېژانده کسانو دوه تنه مُلکیان وژلي

د هرات د پوځي شورا د امنیتي طرحې له عملي کېدو دوه ورځې وروسته، ناپېزانده وسله والو په نوموړي ولایت کې دوه تنه ووژل.

د دغې طرحې له مخې په نوموړي ولایت کې د بې پلېټه موټرو پر ګرځېدو هم بندیز لګول شوی دی.

اخوا د هرات د ولایتي شورا ځینې غړي وايي د بې پلېټه موټرو د مخینوي لپاره به د پوځي شورا دا پرېکړې په نوموړي ولایت کې د امنیتي وضعیت پر ښه والي هېڅ اغېزه ونه کړي.

د هرات د ولایتي شورا غړی وکیل احمد کروخي وايي:«له بده مرغه دا مانور په دغه ښار کې هېڅ پایله نه لري. موږ د امینتي ځواکونو د مانورو شاهد یوو... باید سمې او صحیح تدابیر وارزول شي.»

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده څرګندوي:«دم ګړۍ زموږ کشفي برخې پر «پېښو» کار کوي. د کار اصلي کلۍ هم تر لاسه شوې او هیله لرم چې جرمي شریکان هم ونیول شي.»

اخوا د هرات ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ناامنۍ له زیاتوالي اندېښنه لري.

د هرات اوسېدونکی عبدالغفور په دې اړه وویل:«ناامنۍ زیاتې دي، خلک د شپې له خوا له خپلو کورونو نه شي راوتلی. حتا د ورځې غلاوې او ترورونه کېږي.»

د هرات بل اوسېدونکی نظیر احمد هاشمي هم زیاتوي:«د ښار وضعیت ډېر خراب شوی او خلک د ښار له ناامنۍ پتنګ شوي. زه له دولته غواړم چې په دې اړه پاملرنه وکړي.»

د هرات د پوځي شورا د امنیتي طرحې له عملي کېدو دوې ورځې وروسته په هرات ښار کې بې پلېټه موټر نه ترسترګو کېږي خو د دغه ښار اوسېدونکي وايي د ناامنۍ د مخنیوي لپاره باید د دغه راز پيښو اصلي عوامل پيدا شي.

د هرات ولایت اوسېدونکي ټینګار کوي چې د ناامنیو اصلي عوامل په ګوته او له هغې وروسته د هغوی د له منځه وړلو لپاره اقدام وشي.

شریک یي کړئ