Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ شخړو خلک اندېښمن کړي

د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ د شخړو د زیاتېدو په لړ کې، هېوادوال وايي چې دغه بهیر، هغوی یې د هېواد د راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي.

هغوی د هېواد سیاسي وضعیت تر دې بریده د اندېښنې وړ بولي چې اوس د افغانستان د باثباته راتلونکي لپاره هېڅ روزنه نه ده پاتې.

د کابل یو اوسېدونکی ولي‎الله په دې اړه وايي:«باید سوله وي؛ خپلې مسلې باید د خبرو اترو له لارې حل کړي. که‎چېرې وضعیت داسې دوام وکړي، یقیناً چې جګړه به وشي او موږ ډېر اندېښمن یوو.»

د کابل ښار بل اوسېدونکی شفیق زیاتوي:«ټول د یو بل په مقابل کې درېږي او یو بل نه مني؛ باید قبول یې کړي، هر څوک چې راځي باید خیرغوښتونکی وي.»

د عطا محمد نور پر ځای د بلخ د نوي والي د معرفي کولو په اړه د جمعیت اسلامي او ولسمشرۍ ماڼۍ ترمنځ د شخړو له زیاتوالي وروسته، ځينو امنیتي چارواکو هم د ولسمشر له پرېکړې سره مخالفت ښودلی.

د کندهار د امنیت قومندانۍ نفوذ لرونکی قومندان، د بلخ د امنیه قومندانۍ امنیت امر او د هېواد په شمال کې د نظم عامه پولیسو قومندان، له هغو امنیتي چارواکو څخه دي چې د عطا محمد نور پر پاتې کېدو ټینګار کوي.

د دې ترڅنګ، د کندهار او زابل د ولایتي شورا ځینو غړو له دا شان دریځونو ملاتړ کړی دی.

 له دې سره په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزیر ګواښ کړی چې پولیس باید سیاسي نه شي.

هغه له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي:«هغوی (د پولیسو قومندانان) چې اعلامیه خپره کړې، تېروتنه کړې؛ پولیس باید بې طرفه وي او هغوی د قانون په خلاف کار کړی او سزا به وویني»

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي پاڅون کوونکو قومندانان، حتا د نافرمانۍ د پیل ګواښ کړی دی.

د ارګ او جمعیت اسلامي ګوند ترمنځ شخړې تر دې بریده جدي شوي دي چې د ولسي پاڅون کوونکو ځينو قومندانانو حتا د نافرمانۍ د پیل ګواښ کړی دی.

شریک یي کړئ