افغانستان او بېلاروس د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره، یو تړون او دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړ.
د افغان حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله بېلاروس ته په خپل سفر کې وايي چې د افغانستان او بېلاروس د اقتصادي کمېسیون د جوړېدو لپاره، د دواړو هېوادونو ترمنځ یو تړون لاسلیک شو.
ښاغلي عبدالله د بېلاروس له لومړي وزیر اندرې کوبیاکوف سره د لیدنې په ترڅ کې وویل چې دغه کمېسیون د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو لپاره منظمې ناستې به ولري.
همدارنګه د هغه تړون پر بنسټ چې لاسلیک شو، د دواړو هېوادونو د قانون په برخه کې به همکارۍ پراختیا پیدا کړي او همدارنګه د بېلاروس سوداګرو ته به په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره شي.
له بلخوا بېلاروس د افغانستان په سترو بیخبنسټونو پروژو کې د ونډې اخیستو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.
د بېلاروس لومړی وزیر اندرې کوبیاکوف وايي چې هېواد یې چمتو دی ترڅو په سترو بیخبنسټیزو پروژو کې لکه د تولید او صنایعو په سکټور او همدارنګه د برېښنا په برخه کې ونډه ولري.
د بېلاروس لومړی وزیر له عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې وړاندیز وکړ ترڅو د تولید او برېښنا په صنعت کې او همدارنګه د کانونو په رایستلو کې د بېلاروس د ونډې لرلو لپاره احتمالي میکانیزمونه روښانه شي.
د هغه په وینا، افغانستان د بېلاروس د پانګونې او د برېښنا رسونې، پایپ لاین، د برېښنا د بندونو د جوړېدو او په نورو برخو کې ښه فرصتونه لري.