افغان او پاکستاني چارواکو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوو اړخیزو اړیکو ټینګار کوي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزي نن(سېشنبې د وږي۲۸مه)د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې، تهمینې جنجوا سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په ښه کېدو ټینګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې یو ځل بیا د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه بللې او زیاته یې کړه چې د افغانستان ناورین پوځي حل لارې نلري او ښکیلې خواوې باید د خبرو له لارې دا اختلافونه پایته ورسوي.
ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړی وزیر، خاقان عباسي د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې خبرې وکړي.
بلخوا، ولسمشر غني به د افغانستان په وخت نن شپه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا وکړي.