د مالیې پخوانی وزیر پروفېسور محمد حیدر داور المان کې د ور پېښې ناروغۍ له امله ومړ.
پروفېسور داودر المان د بُن پوهنتون د اقتصادي او مالي علومو د استاد په توګه هم پاتې شوی او د هېواد یو علمي او ملي شخصیت پېژندل کېده.
هغه د علمي، سیاسي او اکاډمیکو فعالیتونو ترڅنګ، یو ادیب او شاعر هم و.
په ۱۳۵۲لمریز کال کې د سردار محمد داوود خان له کودتا وروسته، د یو نیم کال ناروغۍ له زغم وروسته هغه اړ شو چې هېواد پرېږدي او په لوېدیځ المان کې خل تدریس ته دوام ورکړي.
ښاغلي داور د ۱۹۷۴ له نیمايي راهیسې د المان بُن پوهنتون کې د دایمي پروفیسورۍ څوکۍ خپله کړې وه او د اقتصادي سیاست او نړیوال اقتصاد په څانګه کې یې تدریس کاوه.
هغه په ۱۳۰۸ لمریز کال کې د کابل باغ علیمردان کې زېږېدلی وه، د هغه پلار غلام حسین خان د هغه وخت د سلطنتي دربار وزارت کار کوونکی و.