د آلمان لومړۍ وزیرې، انګلا مرکل له خپل هندي سیال، نرندرا مودي سره په لیدنه کې د افغانستان پر حالاتو خبرې اترې کړې دي.
دا خبرې اترې آلمان ته د مودي په رسمي سفر کې شوې دي.
دواړو خواو د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان حالات هم مهم بللي او پرې یې بحث کړی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو مشرانو د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر ملاتړ کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې مودي او مرکل د سولې بهیر ترڅنګ په افغانستان کې له ترهګرۍ سر د مبارزې پر څرنګوالي هم خبرې کړې دي.