د پاکستان انصاف تحریک مشر، عمران خان په اتیایمه لسیزه کې د افغانستان په جګړه کې د اسلامآباد پر لاسوهنې نیوکه وکړه.
نوموړي چې د جمعې پر ورځ په یوه مراسمو کې خبرې کولې وویل، پاکستان او امریکا متحده ایالاتونو د افغانستان جهاد ملاتړ سره لویه تېروتنه وکړه.
عمران خان زیاته کړه:«پاکستان د پیسو ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې له جهادي ډلو ملاتړ وکړ وروسته یې د پيسو لاسته راوړو په موخه د دې ډلې له منځه وړو هڅه وکړه.»
عمران خان مخکې له دې په افغانستان کې د طالبانو له جګړې ملاتړ کړی وه.