Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امريکا پوځ یو ځل بیا روسیه د طالبانو په ملاتړ تورنه کړه

د امریکا د ملي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال حوزف ووټل یو ځل بیا یې روسیه د طالبانو په ملاتړ تورنه کړه او وې ویل  چې ښايي روسیه له طالبانو څخه په ملاتړ هڅه کوي چې په افغانستان کې نفوذ لرونکی لوری وي.

دغه امریکايي جنرال همدارنګه وویل چې په افغانستان کې د امریکا جګړه بندون ته رسېدلې،خو په ټول کې اوضاع د افغان حکومت په ګټه دی او دغه بندون د افغان دولت له ځواکونو سره د واشنګټن له مرستې سره به مات شي.

د امریکا د ملي پوځ مرکزي قومندان د دغه هېواد د ولسي جرګې د وسله‎‎ییزو چارو کمېټې غړي یې د افغانستان د جګړې په ګډون د نړۍ د اوضاع په اړه خبر کړل.

جنرال جوزف ووټل څرګنده کړه:«موږ اوس‎مهال له بندون سره مخ یوو. خو فکر کوم چې په ټول کې اوضاع د افغان حکومت په ګټه دی او هیله کېږي چې دا بندون د وخت په تېرېدو سره مات شي، له همدې امله له افغانستانه به زموږ ملاتړ دوام وکړي. موږ په افغانستان کې دوه مأموریتونه لرو. لومړی د ترهګرۍ ضد مأموریت چې ډېر ښه په مخ ځي او بل روزنیز مأموریت دی.»

د امریکا د ولسي جرګې د وسله‎ییزو چارو کمېټې رییس مک تورنبري په دې اړه وویل:«موږ هېڅ یو باید هغه مهمه جګړه چې د ترهګرو په امن پټنځای د افغانستان د بدلېدو د مخنیوي لپاره ده له یاده ونه باسو.»

 په همدې حال کې د امریکا د کانګرس یوتن غړي براډي له طالبانو د روسې د ملاتړ په اړه له دغه جنرال څخه وپوښتل« غواړم د افغانستان په اړه دا پوښتنه وکړم چې روسان څه ډول طالبانو ته مرسته رسوي او د دې مرستې موخه څه ده.»

جنرال جوزف ووټل په ځواب کې وویل:«امکان لري روسیه له طالبانو په بېلابېل ډول له هغې ډلې د وسلو په برابرولو او نورو برخو کې مرسته وکړي. زه باور لرم چې روسیه غواړي له طالبانو په ملاتړ سره په نړۍ کې د دې جګړې بانفوذه برخه شي.»

 خو روسیې طالبانو ته د مرستو ورکول رد کړي دي او یوازې ویلي چې له دې ډلې سره ځکه اړیکه لري ترڅو له افغان حکومت سره د خبرو ترسره کولو ته غاړه کېږدي.

شریک یي کړئ