د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو رییس ډانیل کوټز، د افغانستان په کلیو کې د طالبانو د پرمختګ له امله اندېښمن دی او وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوې به، د کمزوري مشرتابه، د ډېرو مرګ ژوبلې او د تجهیزاتو له امله کمې شي.
هغه د پنجشنبې په ورځ(د غوايي په ۲۲ مه) دلته په واشنګټن کې د امریکا د سنا جرګې د استخباراتو د کمېټې ته رپوټ ورکوي،په څرګنده یې وویل چې په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې به د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت به خراب شي.
ښاغلي ډانېل په دې اړه وویل:«د افغانستان امنیتي او سیاسي اوضاع به تر ۲۰۱۸ زیږدیز کاله بدتره شي، آن که امریکا او همکاران یې خپلې مرستې ډېرې هم کړي، د دغه هېواد خراب اقتصادي حالت به اوضاع تر پخوا ډېره خرابه کړي.»
ښاغلی کوټ ټینګار کوي چې د افغانستان د جګړې بندون ماتولو په موخه باید یا طالبان لمنځه یوړل شي او یا هغوی سولې ته راوستل شي.
دغه استخباراتي چارواکي زیاته کړه:« د افغان امنیتي ځواکونو کارندوالی به د طالبانو د عملیاتو، د جګړو په ډګرونو د تلفاتو، تیښتې، د ناسم تدارکاتي ملاتړ او ناوړه مشرۍ له امله ضعیف او خراب شي.»
اخوا د امریکامتحده ایالاتونو د ملي استخباراتو د ادارې رییس خبرداری ورکوي که چېرې په افغانستان کې د امریکا تګلاره بدلون ونهکړي د افغانستان امنیتي اوضاع به تر دې هم خرابه شي.
د امریکا د دفاعي ادارې د استخباراتو رییس ونسنټ اسټوارټ هم په دې اړه وویل:« یا باید امریکايي ا و ناټو ځواکونه د جګړې په ډګر کې د ځواکونو د تعادل او د جګړې د پایلو د بدلولو په موخه واستوو، یا د روزنې او مشورې ورکولو په موخه د خپلو سرتېرو شمېر ډېر کړو. که دا کار ونهکړو اوضاع به له دې ډېره خرابه شي او زموږ د څو کلونو لاسته راوړنې به له لاسه ووځي.»
اخوا د «برېټ بارټ خبري شبکې» چې اجرايي رییس یې سټېف بنن د ټرمپ ستراتېژست دی په یوه ځانګړي راپور کې ویلي چې ټرمپ افغانستان ته د ډېرو سرتېرو د استولو سره لېوالتیا نه لري.
خو په دې راپور کې هم راغلي چې ټرمپ بله لاره هم لري، لکه څنګه چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار او د دفاع وزیر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ډېرېدو غوښتونکي دي.