د ننګرهار سیمهییزو چارواکو نن(شنبې د وري ۲۶مه) د دې ولایت په اچین ولسوالۍ د امریکا د "سی جی یو ۴۳" بم په برید د داعش ډلې د وژل شویو غړو شمېر زیاتوالي خبر ورکړ.
دا چارواکي وايي چې د څلورو قوماندانانو په ګډون د داعش د ۹۴ جنګیالي په دې برید کې وژل شوي دي.
د ننګرهار د پولیسو قومندان وایي چې په دې برید کې د داعش ډلې پټنځایونه او د وسلو یوه زېرمه له منځه تلې ده.
د ننګرهار پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په وژل شوو کې د "حمزه ابوبکر، حمید، محمد ابرانی او د حافظ سعید ورور ولکین" وژل شوي دي.
د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د پنجشنبې په شپه د امریکايي پوځ لخوا د داعش په مرچلو د تر ټولو ستر غیر اټومي بم کارولو د خلکو غبرګونونه راپارولي دي.
یو شمېر کسان په دې باور دي چې امریکا به له دې وروسته د ترهګرۍ په وړاندې جدي مبارزه وکړي.
په دې لړ کې ځینې نظرونه هم شته، چې امریکا په هېواد کې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې صادقانه عمل نه کوي او د دې برید تر شاه بله موخه لري.
خو یوشمېر نور هېوادوال بیا دا برید غندي او وايي چې امریکا باید د ترهګرو اصلي پټنځایونه له پولې هغې غاړې ته په نښه کړي.
د هېواد وګړي وايي که چېرې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا متحده ایالاتونه د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې له افغان حکومت سره صادقانه عمل وکړي نو په هېواد کې به تلپاتې سوله ټینګه شي.