Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا دفاع وزارت:په افغانستان کې د امریکا تګلاره بیا کتل کېږي

د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس له وخت څخه مخې په یوه نه اعلان شوي سفر کې د دوشنبې په ورځ کابل ته راغی له افغان چارواکو سره له لیدنې او خبرو اترو وروسته ویلي چې د ولسمشر ټرمپ اداره په افغانستان کې د امریکا تګلاره څېړي.

هغه وايي چې کابل ته یې د سفر یوه موخه د افغانستان د اوضاع څېړل دي او هغه به د افغانستان د وضعیت په اړه ولسمشر ټرمپ ته یو بشپړ رپوټ وړاندې کړي.

دغه امریکايي چارواکی وايي چې ۲۰۱۷ کال به د افغان ځواکونو لپاره له ننګونو ډک کال وي خو ټینګار کوي چې بهرني ځواکونه د افغان پوځيانو تر څنګ ولاړ دي.

د امریکا د دفاع وزیر جېمزمټيس وايي:«ولسمشر ټرمپ حکم کړی چې په افغانستان کې پر خپل سیاست له سره غور وکړو، له افغان مشرانو سره روانې خبرې د دغو څېړنو برخه ده او زه د دې لپاره دلته راغلی یم او له ولسمشر غني، وزیرانو او د ناټو له قومندان سره مې وکتل ترڅو ولسمشر ټرامپ، د ناتو سرمنشي او ټولو هغو هېوادونو او ځواکونو سره چې له هغوی سره همکاري کوو ښه مشوره وړاندې کړم.»

دغه امریکایي چارواکی وايي که څه هم ۲۰۱۷ کال د افغان ځواکونو لپاره ستونزمن کال دی خو له دوی څخه به د بهرنیو ځواکونو ملاتړ دوام وکړي.

ښاغلي مټیس زیاته کړه:«د دغه مأموریت د ننګونو په اړه هېڅ شک نشته، ۲۰۱۷ کال به د افغان او بهرنیو ځواکونو په وړاندې له ننګونو ډک وي چې د ترهګرۍ او هغو کسانو په وړاندې چې غواړي افغان حکومت ته زیان ورسوي د افغان ځواکونو ترڅنګ به ولاړ وي.»

د امریکا دفاع وزیر له طالبانو سره د روسیې د پوځي مرستو په اړه د اندېښنو په ځواب کې وايي که دا مسئله ثابته شي د روسیې دا کار به د نړیوالو قوانینو پرخلاف وي او له هغې سره به مقابله وکړي.

هغه وايي:«روسیې دا لاره ټاکلې چې په بېلابېلو برخو کې زموږ ستراتیژيک سیال وي، موږ به له روسیې سره د دغو مسئلو په اړه له ‌‌ډیپلوماتیکو لارو پرمخ ولاړ شو، خو کله چې روسیه له نړیوالو قوانینو سرغړونه وکړي او د هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ونه‎کړي موږ به له روسیې سره مقابله وکړو.»

د پرېکنده ملاتړ مأموریت قومندان جان نېکلسن څرګنده کړه:«یوازینی څه چې زه یې ستاسو د پوښتنې په اړه زیاتوم دا دي چې خپلو هڅو  ته به دوام ورکړو چې د دغو همکاریو په اړه رپوټونه ترلاسه کړو او البته په ښکاره توګه هغه مشروعیت چې روسیې طالبانو ته ورکړی داسې ښکارنده ده چې یو کال مخکې د روسیې لخوا پيل شوې، وسله وال کول، تېری او داسې دښمن ته مشروعیت ورکول چې بریدونه کوي لکه څنګه یې چې په مزارشریف کې موږ د وروستي برید کتوونکي وو، دا د سولې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره ښه لاره نه‎شي کېدای.»

کابل ته د امریکا د دفاع وزیر سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې څو ورځې مخکې طالبانو په بلخ ولایت کې په شاهین قول اردو کې په لسګونه افغان پوځیان ووژل.

شریک یي کړئ