د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو پراختیايي اداره د افغانستان د پوهنې وزارت په همکارۍ زدهکوونکو او ښوونکو ته ۱۳۵ مېلیون جلد کتابونه چاپ وي.
د سفارت سرپرست هوګولارنس وايي کتابونه به لوړ کیفیت سره چاپ شي.
په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست او د حکومت اجراییه رییس د لوست د کتابونو، ټولګیو او مسلکي ښوونکو کمښت د هېواد د ښوونیز نظام په وړاندې ننګونې بولي.
په کابل کې د امریکې سفارت سرپرست هوګو لارېنس څرګنده کړه:« د زده کړو لپاره د لوست کتابونه یوه مهمه موضوع ده دا سمه ده چې زده کړه باید د لوست په کتابونو پورې محدوده نهشي خو د افغانستان په شان شرایطو کې چې ماشومان د لوست کتابونو او د زده کړې نورو توکو ته لاسرسی نهلري درسي کتابونه مهمه موضوع ده.»
د حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله په دې اړه وویل:«د کتاب د چاپ دغه پروګرام به د افغانستان پر ماشومانو به دوامداره اغېزه ولري او په بل عبارت د افغانستان په راتلونکي.»
د هېواد د پوهنې سرپرست وزیر ډاډ ورکوي په ښه کیفیت سره ددغو کتابونو چاپ به د هیواد د ښوونیز نظام له ودې سره مرسته وکړي.
د پوهنې وزارت سرپرست اسدالله حنیف بلخي وویل:«د امریکا متحده ایالات د افغانستان استراتېژیک شریک دی او د امریکا د نړیوالۍ پراختیايي ادارې د ښوونې او روزنې په برخه کې ښه ونډه لرلې ده.»
په کابل کې د امریکا سفارت د سرپرست په وینا په دغو کتابونو کې له لومړي تر دوولسمو ټولګیو د زده کونکو او ښوونکو لپاره لارښود کتابونه شامل دي چې په دریو پړاونو کې به چاپ شي. په لومړي پړاو کې به په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۴۸ اعشاریه اته مېلیونه د لوست او ۵۳۰ زره د ښوونکو لارښود کتابونه چاپ شي.