د ایمرجسني روغتون په یوه اعلامیه کې نن(یکشنبې د غبرګولي۱۴مه) راغلي دي چې دا روغتون د ښار په زړه کې دی او اوسمهال لومړی کرښه ترې جوړه شوې ده.
د دې روغتون اعلامیې د اعتراضکوونکو او د دوی وسلهوالو ساتونکو لخوا د دې روغتون د کارکوونکو له ګوښولو خبر ورکړی دی.
د دې بیانیې په یوه برخه کې راغلي دي:«داسې ښکاري چې د کړکېچ کې تر اوسه ټولو ښکيلو خواو دې روغتون ته درناوی درلود، خو اوس دا خبرې نشته، کابل کې له خونړي برید وروسته، اعتراض کوونکو دا روغتون د لومړۍ کرښې په توګه جوړ کړی دی.»
د دې روغتون کارکوونکو ویلي دې چې د دې روغتون کارکوونکي نور ځان په امن کې نه بولي.
بیانیه کې زیاته شوې ده:«د خپل کار دوام لپاره یوازې یوه غوښتنه لرو، دا چې زموږ امنیت تامین شي.»
همداراز زیاته شوې ده:«د اعتراض کوونکو خیمه روغتون ته نېږدې ده، د اعتراض کوونکو او د دوی د وسلهوالو ساتونکو لخوا موږ ته ګواښ شوی دی، دوی پر دېوالونو پورته شوې او ډزې یې کړې دي. که له موږ سره مرسته ونشي او د اعتراض کوونکو خیمه لیري ونه لیږدول ښي نو موږ به د خپلو فعالیتونو درولو په اړه فکر وکړو. په هغه صورت کې به ټول ۱۲۰ ناروغان له دې روغتون څخه سیمهييزو روغتونونو ته ولیږدول شي.»
د دې روغتون چارواکو ویلي دي چې دا مسله به د دې روغتون ټولې پروژې چې څلور روغتونونه او ۴۷ کلنیکونه دې تر اغیزې لاندې راولي.
ایمرجنسي روغتون غیر دولتي بنسټ دی چې په ۲۰۰۰ زیږدیز کال کې یې خپل فعالیت افغانستان کې پیل کړ.
په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې ۳۴۰۰ ناروغان تر درملنې لاندې وو، په داسې حال کې چې سږ کال دې روغتون د جګړې ۱۳۵۰ قربانیانو درملنه کړې ده.
د ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې دې روغتون جراحي چارې پر مخ وړي او تېرو ورځو په اوږدو کې یې خپل فعالیتونه ۲۴ ساعته کړي وو.