وروت له دې چې تېره شپه( سېشنبې د غبرګولي۲مه) طالبانو د بغلانـمزار شریف لار کې برید وکړ او دا لاره یې د تګ راتګ لپاره وتړله، اوس امینتي چارواکي وايي چې لاره یې پرانیستې ده.
د بغلانـمزار لاره د ساعتونو لپاره د خلکو پرمخ تړلې وه.
امنیتي سرچینو طلوعنیوز ته وايي چې تېره شپه کابو لس بجې یو شمېر طالب وسلهوالو پر لارې بریدونه پیل کړل چې تر سهار یې دوام درلود.
د نښتې پرمهال د لارې دواړو خواو ته د مسافرو ډک موټر بند پاتې وو او د لارې د خلاصيدو تمه یې کوله.
د بغلان امنیه قومندانۍ هم وايي چې د طالبانو برید یې په شاتمبولی دی او اوسمهال مسافر پر لاره تګ راتګ کوي.