د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې د دغې ولسوالۍ عدلي او قضايي بنسټونو له دې څخه پرته چې د دغې کورنۍ د لور ستونزې حل کړي، دغه ښځه یې د هغه خاوند ته وسپارله؛ خو د هغه خاوند هغه ووژله.
د ګل افروز پلار محمد طاهر وايي چې لور یې د هغو بنسټونو قرباني شوې ده چې د عدالت د تأمین ادعا لري.
د هغه په وینا ګل افروز میاشت وړاندې، د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې عدلي او قضايي ادارو ته ورغلې وه او د کورنې له لورې یې د ظلم په اړه ویلي وو،ترڅو حل لار ورته ومومي.
خو دغو ادارو، همدا مېرمن د خپل خاوند په ولکه کې یې ورکوي، خاوند یې وژني او بیا یې د کور په انګړې کې په پټه خښوي.
د دې نجلۍ د پلار کورنۍ وایي، خلک هغه مهال خبر شول، چې د نجلۍ د خُسر کورنۍ بیا ځلې خښوله.
د ګل افروز پلار محمد طاهر زیاته کړه:«موږ راغلو چې څارنوالۍ قاتل ونیسي؛ کهچېرې څارنوالي، جنايي او یا هم قومنداني هغه (قاتل) ونیسي. کهچېرې یومجرم دی نو ولې ازاد کړی؟ په داسې حال کې چې دوسیه یې په ډګر پاتې ده هغه ازاد وي.»
په همدې حال کې د بغلان د ولایتي شورا یو غړی وايي، د نهرین استناف څارنوالۍ باید په دې اړه ځواب ووايي.
د بغلان د ولایتي شورا غړی محمد حنیف کهګدا په دې اړه وویل:«د قومندانۍ په واسطه څارنوالۍ ته تسلیم شوی، اوس ځواب ویونکی څارنوال دی؛ باید دوسیه یې په دقت سره څېړلې وای او باید په ضمانت سره دغه مېرمن د هغه خسور کڼۍ ته تسلیم شوې وای.»
خو د بغلان د استناف څارنوالۍ وایي، د دې قضیې په تړاو یې یو پلاوی نهرین ولسوالۍ ته استولی دی.
بل لورې، د بغلان د ښځو چاو ریاست د دې پېښې په غندلو سره وایي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې ده.
د بغلان د ښځو چارو ریاست سرپرست اورانوس عاطفي په دې اړه په ډاګه کړه:«مخکې دغه ښځې د خسورګڼۍ له خوا یې د زنا د فعل اله امله عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوې وه، خو له دې پرته چې ضمانت واخیستل شي دا مېرمن خاوند ته یې سپارل کېږي او وروسته وژل کېږي.»
د نجلۍ کورنۍ وایي، که حکومت یې د لور قضیه ونه څېړي، خلک به پر عدلي او قضایي ادارو بې بنسټه شي.