Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلخ صنعت‎کارانو رئیس د ناپېژاندو وسله‎والو لخوا ووژل شو

د بلخ ولایت پولیسو ویلي دي چې ناپېژانده وسله‎والو سې‎شنبې سهار(د وري ۱۵مه) د دې ولایت د صنعت‎کارانو ټولنې رئيس، اسدالله ناچار وژلی دی.

د یاد ولایت د پولیسو ویاند، شېرجان دراني وایې چې دا پېښه د مزارشریف ښار څلورمې حوزې د نورآبادو په سیمه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، تر اوسه د پېښې لامل نه دی څرګند، خو ښایې چې ښاغلی ناچار د شخصي دښمنیو په پایله کې وژل شوی وي.

ښاغلي دراني وړاندې وویل، پولیسو هڅه کوي چې د پېښې عاملان ونیسي.

تر اوسه پورې چا او یا کومې ډلې د پيښې په اړه څه نه دي ویلي.

د یاد ولایت د پولیسو ویاند، شېرجان دراني وایې چې دا پېښه د مزارشریف ښار څلورمې حوزې د نورآبادو په سیمه کې شوې ده

شریک یي کړئ